الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

 13944.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د (۳۸۳۴) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور، او پر دوام یې تر قلعه قاضي سیمې د (۱۱۴۶) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو جارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دې پروژه کې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي چې، اوس مهال یې د کیندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې تر لاس لاندې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۱۰) میاشتو پورې یې د جوړولو چارې بشپړې شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو د اقتصادي ودې سربېره ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې هم رامنځته شي