الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان سیمه کې د ۳ فرعي سړکونو کانکریټ چارې پیل شوې

13946.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړولو وروسته؛ د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم  سړک د کانکریټ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د  تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه فرعي سړکونه چې په ټولیزه توګه (۱۱۶۰) متره اوږدوالۍاو له (۱۲) څخه تر (۱۳.۵) مترو پورې سور لري، د کانکریټ چارې به یې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره ترسره شي. د دې پروژې د کار د کیفیت او سرعت د تضمین په موخه به، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي  څارنې ترسره کوي. د يادو سړکونو په بشپړېدو سره به دسيمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سړکونو ترافيکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي