الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي

13948.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د پاتې برخې د جوړولو (د غره د لمنې کېندنې او هوارولو) چارې روانې دي ترڅو د یاد سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. دغه سړک له ذاکرین ښارګوټي ( خیرخانې کوتل) څخه تر قرغې سړک پورې په دوه لیکو کې (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، تر اوسه یې د (۷) کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي. د دیاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل شمال او لوېدیځې برخې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت رامنځته  او بله خوا به له شمال څخه لوېدیځ او له لوېدیځ څخه شمال ته د تلونکو هېوادوالو لپاره واټن را لنډ شي