د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

13952.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر په خواجه بغرا سیمه کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي او له (۵) څخه تر (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او هغوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده. تر دې وړاندې د یادې سیمې اوسېدونکي د سړک د خرابوالي له امله له ستونزو او د هوا له ککړتیا سره مخ وو چې، د دې سړک په جوړېدو سره به یې یادې ستونزې په بنسټیزه توګه هوارې شي. په دې پروژه کې د لښتي جوړول هم شامل دي چې، تر اوسه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکو (۳) اونیو پورې به بشپړې شي