دلسوز
دا یو څرګند حقیقت دی چې، هره ستونزه له منځه وړل کیږي، ځکه د له منځه وړلو لپاره یې بېلابېلې لارې چارې شته دي خوکه موږ یې د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړو.
یو مشهور متل دی چې وایي: (غـر که هرڅومره لوړ وي، په خپل سر لاره لري).
که چېرې نن ورځ زموږ ښار او چاپېریال ناولی او ککړ ښکاري، که زموږ د ښـار فضـا دوړو او لوږي پوښلې، بیا هم ددې امکان شته چې ددغې او دې ته ورته نورو ښاري او ټولنیزې ستونزې د له منځه وړلو په پار موږ ټول هڅه او هاند وکړو، ځکه موږ خپله د دغو ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي یوو. خو دا باید په یاد ولرو چې، هیڅ داسې ستونزه نشته چې له منځه ولاړه نه شي. راځئ په دې ځان پوه کړو چې، دغه ستونزې څه ډول او د چـا له خـوا رامنځتـه کیږي، ریښې یې چېرې دي او له کوم ځایه اوبه ورته رسیږي؟
که موږ هریو، چې په دې ښار کې ژوند کوو په دې اړه ښه سوچ وکړو او دا له ځانه و پوښتو چې، زموږ د ښار فضأ ولې نن ورځ په تورو او وژونکو لوګیو پوښل شوې ده؟ نو ځواب به یې داسې ورکوو: د دغو ناوړه ستونزو د ډیري برخو په رامنځته کولو کې موږ خپله لاس لرو، چې په دې اړه ډیر ثبوتونه هم شته دي چې د بیلګې په توګه یې څو ډولونو ته په لاندې توګه اشاره کوو:
که چیرې ددې ښارهر اوسیدونکی د اوبو یا څښاک نورو توکو یو یو خالي ډبلی یا بوتل د لارو، کوڅو او یا هم په سړک کې واچوي، نو څومره خالي ډبلي او بوتل به په یوه ورځ کې د ښار په بیلابیلو برخو کې خواره واره او ښار به موله داشان کثافاتو څخه ډک شي، خو که چیرې موږ دغه ډبلي او ورته نور څیزونه لکه د خپل کور ټول شوي کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوو، نو وبه لیدل شي چې، ښار او چاپېریال به مو تل پاک وي. همدا راز که چیرې موږ بې کیفیته تیل خپل هېواد ته را وارد نه کړو، له زړو او استهلاک شویو موټرو، په حمامونو، هوټلونو، کورونو او داشونو کې د دود لرونکو توکو له سوزولو او کارولو څخه ډډه وکړو، نو ښکاره ده چې له یـوې خـوا به زمـوږ د ښار فضا په ګردونو او لوګیو و نه پوښل شي او بله خوابه مو روغتیا او ژوند په امن کې پاتې وي. نو په پای کې موږ ټولوته په کار ده څو د خپل ښار، خپل چاپېریال او خپلې روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، داسې کارونه ترسره کړو چې هغه یوه انسان ته وښایي، نه داچې د خپلو شخصي ګټو لپاره، ملي ګټو او د نورو انسانانو روغتیا او سلامتیا ته زیان ورسوو.