د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د څلورو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

13958.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د ۱۴، ۱۲ او ۱۷م ګذر په قلعه کاشف سیمه، د ۳۶م ګذر اړوند د قرغې فامیلیو او د ۳۸م ګذر اړوند د کمپنۍ په سیمه کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې د سیمې یوشمېر مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس له بشپړو شویو پروژو خوښي وښوده او ویې ویل:  دغه پروژې ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي او د ښاري مناسب چاپېریال رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او په راتلونکو ورځو کې به د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. نوموړي زیاته کړه چې، یاد سړکونه په ټولیزه توګه (۳.۸) کیلو متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري او دلښتیو په ګډون یې  د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د نږدې (۳۰) میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو فرعي سړکونو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دغو پروژو کې د ورځې (۶۰۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه