د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک د پُل سوخته- پُل سرخ سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه نوي پله د جوړولو له چارو څارنه وکړه او د کابل د کیفیت او سرعت په برخه کې یې مسئولانو ته اړینې لارښونې وکړې. د کابل ښاروالۍ مرستیالانو ټینګار وکړ چې، د یاد پله چارې دې د ډیزاین له مخې له مسئولانو سره په پوره همغږۍ او معیاري توګه ترسره شي. دا پُل ۳۰ متره اوږدوالی او ۲٠ متره سور لري چې، اوس مهال کانکریتي پلېټونه جوړ شوي دي او ډېر ژر به نصب شي او په همدې توګه ورپسې به د پله فرش جوړ شي. د کابل ښار په لوېدیځ کې د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په برخه کې دا پُل له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی چې، کار یې د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره روان دی. د دې پله په جوړېدو سره به د برچي عمومي سړک، ګولايي دواخانې سړک، کارته چهار سړک او کوټه سنګي سیمې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د کابل سیند پاسه یوه نوي پله د جوړېدو له کاري پرمختګ څخه څارنه وکړه