الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دهمزنګ او کوټه سنګي ترمنځ د سړک له پاتې برخو څخه د یوې برخې قیر چارې نن پيل شوې

13971.jpg (1820 × 1024)

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک قیر چارې په چټکۍ او لوړ کیفیت سره روانې دي او هڅه کیږي چې ژر تر ژره بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د کیفیت او تضمین آمر انجنیر سید محمد احسان هاشمي په وینا؛ دغه سړک چې (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، څه موده وړاندې د غازي لېسې له مخې څخه د دهبوري تر څلورلارې پورې د (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي برخه یې قیر شوې، چې اوس مهال یې د دهبوري له څلورلارې څخه تر کوټې سنګي پورې د بنسټیزې برخې تر بشپړېدو وروسته، قیر چارې په ښه سرعت او لوړ کیفیت د ژمنيو تدابیرونو په نیولو سره روانې دي او هڅه کېږي چې هر څه ژر بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه، د سړک جوړولو په دې پروژه کې د یوه معیاري سړک ټول جزئیات په پام کې نیول شوي او د کار د کیفیت د تضمین په موخه یې له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي. د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري، تر څو د دهمزنګ له څلورلارې څخه تر پل آرتل او جوى شير پورې سړک هم په معیاري توګه جوړ او پراختیا ورکړي