د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د ۱۷مې ناحیې اړوند، د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د (۱۰۰۰۰۰) متره مربع مساحت په لرلو سره د ازادۍ پارک د بیارغونې چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست مرستيال سراج الدين پټان په دې هکله وويل: د یاد پارک د بیارغولو په چارو کې د پارک د ځمکې نرمول، د کرنيزې خاورې لېږدول، د پلولارو، د احاطې دېوال او د شنو خونو جوړول، د ډول ډول نيالګيو او ګلانو کېنول او د چمن کرل شامل دي چې، په راتلونکي کې به د سیمې د ښکلا د زیاتوالي لامل شي. د يادونې وړ ده، چې دغه پارک د کابل په شمال کې يو له مهمو پارکونو څخه شمېرل کېږي او تر دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا بېلابېل نيالګي پکې کېنول شوي او په راتلونکي کې به پراختيا ومومي
د خیرخانې کوتل د سړک په اوږدو کې د آزادۍ پارک د بیارغولو چارې روانې دي