د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهبوري څلورلارې څخه تر کوټه سنګي پورې د اصلي سړک د یوې لیکې لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې

14000.jpg (1820 × 1024)

له دهبوري څلورلارې څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د (۸۴۰) مترو په اوږدوالي او (۱۱،۵) مترو په سور سره  د اصلي سړک د یوې لیکې لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د کیفیت او تضمین آمر انجنیر سید محمد احسان هاشمي په دې اړه وویل: د سړک د دې برخې قیر چارې د ژمنیو تدابیرو په نیولو او په لابراتوار کې د اړتیا وړ توکو تر آزمویښت وروسته په معیاري توګه ترسره شوې. نوموړي زياته کړه، چې له دهمزنګ څخه تر کوته سنګي (ميرويس ميدان) پورې د سړک د پاتې برخو  دجوړولو چارې به د هوا د ښه والي په صورت کې پر مخ ولاړې شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا د چارو د چټکتیا او ښه کیفیت په پام کې نیولو سره هڅه کوي تر څو د ترافیکي ګڼه ګوڼې له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دهبوري له څلورلارې څخه تر کوټې سنګي (میرویس میدان) پورې د اصلي سړک د یوې لیکې قیر چارې د بنسټیزې برخې له جوړېدو وروسته ترسره او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي چې د ښاریانو له خوا یې تود هرکلی وشو