الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په ۱۷م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې ۶۰ سلنه مخته تللې دي

14020.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د ۱۷م ګذر په سرتوران سیمه کې د (۵۴۰) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک کانکرېت چارې (۶۰) سلنه مخته تللې دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دغه سړک د لښتیو، (۷.۲) مترو په اوږدوالي، د (۱.۲) او (۲) مترو په سور د دوو پلچکونو،  او (۳۷۰) متر مکعب په مساحت سره د یوه استنادي دېوال په ګډون د کابل ښاروالۍ له له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د جوړېدو په حال کې دی چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده