الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

14048.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ماستر پلان له مخې؛ د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نښلونکي سړک د جوړولو لومړني چارې، د شل میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا  پیل شوې. د دې پروژې مسئول انجنیر وهاب الدین مسعود په دې اړه وویل: دغه سړک چې (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د پلولارو او لښتیو په ګډون به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې تر راتلونکو (۵) میاشتو پورې په معیاري او اساسي توګه جوړ شي. نوموړي زياته کړه، ياده پروژه د دې سيمې د اقتصادي ودې او د کابل ښار د ترافيکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختيا په موخه طرحه  شوې، چې په بشپړېدو سره به يې ګڼې آسانتياوې رامنځته شي