د ۱۷مې ناحیې اړوند ۱۸م ګذر د وحدت ښوونځي او د ۴۳م ګذر د سلیمانخېلو په سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له خوا په داسې حال کې چې د سیمې یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: دغه پروژه د سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په لوړ کیفیت پلې شوې ده. نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د دې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي، تر څو له یوې خوا ښاریانو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته، او له بلې خوا به یوشمېر هېواد والو ته د کارکولو زمینه برابره شي. ښاغلي ناصري زیاته کړه: په ۱۸م ګذر کې سړک (۷۰۲) متره اوږدوالی او په ۴۳م ګذر کې (۶۰۰) متره اوږدوالی او له (۴.۵) څخه تر (۶.۵) مترو پورې سور لري. د لښتیو په ګډون د دغو فرعي سړکونه د جوړولو چارې د څه باندې (۱۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د نویو جوړو شویو سړکونو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي
د اولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول