الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

14058.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ د یوه پله په ګډون د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې. د ودانیزو چارو مرستیال وویل چې دا سړک د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په معیاري توګه جوړېږي چې، د کمپنۍ سړک له برچي سړک سره نښلوي او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، کرښې اچول، او د څراغونو نصبول شامل دي