الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې

14060.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په شتون کې د ۱۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې. د ودانیزو چارو مرستیال وویل چې، په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د یاد سړک یوه لیکه له قرغې بند سیمې څخه تر تاق ظفر پورې د (۹۱۵۳) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړېږي چې، چارې به یې د (۱۱) میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د پغمان تفریحي سیمې ته تلونکو هېوادوالو او د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي