الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

14062.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي. اوس مهال د غره د لمنې د کیندلو او هوارولو چارې تر لاس لاندې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې به، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې په څلورو لیکو(دوه اصلي  او دوه فرعي) کې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون تر راتلونکو ۲۰ میاشتو پورې بشپړې شي. دغه سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي چې، له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ دی اود هېواد پنځه سویلي او سویل ختیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي. د کابل ښار په څلورو دروازو کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښاري ترانسپورتي بنسټونو د تنظیم په موخه د سړکونو جوړول، د کابل ښار له اساسي اړتیاوو څخه دي، چې کابل ښاروالۍ ورته ډېره پاملرنه کوي