د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په ۱۴، ۷ او ۱۸م ګذرونو کې د فرعي سړک او کوڅو جوړولو (۳) پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس خبرې وکړې او ویې ویل: د دغو فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۲.۲) کیلو متره اوږدوالی او له (۴.۵) څخه تر (۹) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موه کې بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، د دغو سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره د یادو ګذرونو اوسېدونکو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغه راز ښاغلي ناصري ژمنه وکړه چې، د ښاریانو د ستونزو د حل په موخه به په راتلونکي کې ورته نورې پروژې هم دیادې ناحیې په بیلابیلو سیمو کې طرحه او پلي شي. په ورته وخت کې د سیمو اوسېدونکو د يادو پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې، د نویو جوړو شويو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژو کې هره ورځ شاوخوا (۱۵۰) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه
د دولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د فرعي سړک او کوڅو جوړولو (۳) پروژې بشپړې شوې