د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د خاورې لېږدولو او کیندنو چارې د هوا له سړښت سره سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوو لیکو کې یې د جوړولو چارې د روان کال د غويي په میاشت کې پیل شوې وې؛ او اوس هم له ځنډ پرته روانې دي، چې تر اوسه (۳۵) سلنه مخته تللې دي. څه موده وړاندې دیاد سړک د (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي یوه لیکه د بنسټیزې برخې تر بشپړېدو وروسته قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده چې، ورسره جوخت د کوتل سړک په ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت راغلی دی. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو او تم ځایونو جوړول، په سړک د کرښې اچول، د روشنایۍ څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول شامل دی چې، د ۱۴۰۴ کال تر نیمايي پورې بشپړه شي
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي