الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاکونو ترمنځ د نښلوونکي سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې

14093.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاکونو ترمنځ د انترلاک تېږو په کارولو سره د نښلوونکي سړک د پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په وینا؛ دغه پلې لارې چې، (۶) کیلو متره اوږدوالی او له (۴ ) څخه تر (۴.۵) مترو پورې سور لري ، په جوړېدو  سره به یې د پلو لارویانو لپاره د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. ورته مهال د یاد سړک د ګلدانونو او نورو جزئیاتو د جوړولو چارې هم روانې دي ترڅو ښاریان ترانسپورتي او نورو ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي. ښاغلي ځواب زیاته کړه: دغه مهم نښلوونکی سړک  چې (۲۸۶۰) متره اوږدوالی او له (۳۰) څخه تر (۴۰) مترو پورې سور لري، د روان کال په بهیر کې یې دوه لیکې قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې دي