الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې

14103.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دتګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپږمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د (۲۴۰۰) مترو په اوږدوالي د پنځو فرعي سړکونو د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې. د یادو سړکونو د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه ( ۱۱۲۸) متره اوږدوالی او له (۱۶) څخه تر (۲۰)  سور لري، د روان کال په بهیر کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، چې، څلور سړکونه یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به د پاتې یوه سړک د جوړولو چارې هم ترسره شي چې ورسره جوخت به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.  کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د آسانتیاوې رامنځته کولو او په ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا ته ژمنه ده.