د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د یوې لیکې د کیندنو او خاورې لیږدولو چارې روانې دي

 14105.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د یوې لیکې د کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي ترڅو یې اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک فرعي لیکې (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې د روان کال په بهیر کې پیل شوې دي او  یوه لیکه یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې ده او د راتلونکي کال په لومړیو کې به یې بله لیکه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هواره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د ډیزاین له مخې له (۱۴.۵) مترو سور څخه (۶.۴) متره یې د موټرو د تګ راتګ او پاتې نوره برخه یې د پلو لارو، لښتیو، د ګلدانونو او د زرغونې سیمې جوړولو، د بایسکل چلولو لیکو، د ترافیکي نښو نصبولو او تم ځایونو ته ځانګړی شوې ده