د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې اړوند د ۳۶م ګذر په ګلستان معرفت سیمه کې د څلورو کوڅو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتلو ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه چې، دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او دوی ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه پلې شوه چې، ګڼې ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې به رامنځته کړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۰۵۶) متره اوږدوالی او (۳.۵) متره سور لري، د (۶.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې هوارې شوې دي
د دیارلسمې ناحیې په ۳۶م ګذر کې د څلورو کوڅو کانکرېټ چارې بشپړې شوې