د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۵۰ سلنه مخته تللې دي

14115.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵م فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څخه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې دي. دا سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۶۰ متره اوږدوالی او له۱۲ څخه تر ۱۳.۵ مترو پورې سور لري چې، په وروستیو کې یې د یوه سړک ۳۲۰ متره برخه کانکرېت شوې ده او د دوو نورو سړکونو د لښتیو جوړولو چارې یې د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره روانې دي. د یادو فرعي سړکونو د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې کوي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د ښاریانو یو شمېر ښاري ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سیمو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې به مثبت بدلون راشي