د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا په موخه، د کېندلو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. دغه سړک به د کابل ښار د ترافيکي او ترانسپورتي بنسټونو د پراختيا په موخه، د قرغې بند له سيمې څخه د پغمان تر تاق ظفر پورې د (٩١٥٣) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره، د (۱۱) کاري مياشتو په موده کې په معياري او اساسي توګه جوړ، او ورسره جوخت به د پغمان تفریحي سیمې ته تلوونکو هېوادوالو او د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي
د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې روانې دي