د کابل شمال - لوېدیځ لوی نښلوونکې سړک د جوړولو چارې چې، په ۱۴۰۲ کال کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د ذاکرین ښارګوټي ( د خیرخانې کوتل سړک) له سیمې څخه د قرغې تر سړک پورې پیل شوې وې، تر دې دمه(۸۵) سلنه پرمخ تللې دي. د دغه مهم نښلوونکي سړک (۷) کیلومتره برخه مخکې قیر شوې ده او اوس مهال یې د غره په لمنو کې د پاتې برخې د کیندلو او هوارولو چارې روانې دي، او ۱۴۰۴ کال د وري (حمل) په میاشت کې به قیر کولو ته چمتو شي. د یاد سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا له شمالي ولایتونو څخه د کابل لوېدیځ لوري ته ترافیکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به د سرای شمالي او نورو نږدې سړکونو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. د يادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جوړونې د پروژې د ځنډ لامل، د غره په لمنو کې کیندنې او هوارول بلل شوي دي. پاتې دې نه وي چې، دغه سړک (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري
د کابل شمال - لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي