الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍچارې روانې دي

14160.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د اساسي جوړولو په موخه، د کیندنو، خاورې لېږدولو او د پاتې استملاکي خنډونو پاکولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی، (۳۰)  متره سور، او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، د راتلونکي نږدې یوه کال په موده کې په معیاري توګه جوړ شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د پلو لارو، ګلدانونو او بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د دې پروژې د چارو له کیفیت څخه د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست له لوري په بېلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي