د سړک د اساسي جوړولو لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. دغه سړک چې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۶۰) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي یوه لیکه قیر او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. اوس مهال د هوا د سړښت له امله یوازې د سړک د نورو برخو د کېندنو، خاورې لېږدولو او ودانیزو توکو د چمتو کولو چارې تر لاس لاندې دي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو په پروژه کې د لښتيو، پلو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، په سړک دکرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي چې، چارې به یې د ۱۴۰۴ کال تر نیمايي پورې بشپړې او ورسره جوخت به د یاد سړک په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه په اساسي توګه هواره شي
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو په موخه د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي