الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي

14198.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د ماستر پلان له مخې دغه سړک چې (۵۶۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور سره لري، د لښتیو او پلولارو په ګډون د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي چې، چارې به یې په څلورو میاشتو کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. دا مهم نښلوونکی سړک د بادام باغ او پروان سه سیمو د اقتصادي ودې، د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري