د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، د روان کال د غويي په میاشت کې پیل شوې وې؛ د بشپړېدو په حال کې دي او دا کار د ترافیکي ستونزو د هوارولو او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو په دغه پروژه چې، (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو د جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې تر اوسه یې (۹۵) سلنه چارې پر مخ تللې او په پام کې ده چې تر ټاکل شوې مودې ( کب میاشتې) مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د موټرو د تګ راتګ دوه پلونه هم جوړ شوي دي چې ورسره جوخت د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو لوېدیځ خواته د سړک، د تایمني پروژې د پنځم سړک، د پنجصد فامیلو څلورلارې د سړک او په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې هوارې شوې دي.
له هنګرها څلورلارې حخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې به ډير ژر بشپړې شي