له بیني حصار ( له کابل- لوګر سړک) څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړونې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوس هم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دغه سړک چې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې تر اوسه (۲۳) سلنه چارې مخته تللې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د هوا د سړښت له امله اوس مهال یوازې د یاد سړک په اوږدو کې د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي تر څو یې اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د ياد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره او بله خوا به د کابل- لوګر سړک په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی رامنځته شي
له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي