د اوومې ناحیې اړوند د علاء الدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې پاتې خنډونه د دې سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته پاک شول ترڅو د یاد سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰)متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د نږدې یوه کال په موده کې په معیاري ډول جوړ شي. د کیندونو او خاورې لېږدولو چارو تر بشپړېدو وروسته به د سړک غاړې لښتي جوړ او د هوا د ښه والي په صورت کې به د سړک جوړولو اساسي چارې هم پیل شي. دغه نښلوونکی سړک چې د دارالامان سړک د چهلستون له سړک سره نښلوي، د ترانسپورتي ستونزو د حل او د ورڅېرمه سیمو د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې، د کار د ښه کیفیت د تضمین په موخه به د دې سړک د جوړولو پروژې د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره شي.
له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلونکي سړک د جوړولو پر وړاندې خنډونه پاک شول