د ستانکزي له څلورلارې څخه د بګراميو تر نساجي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا د (۲۵۱۶) مترو په اوږدوالي او (۴۰) مترو سور سره پيل شوې وې، د ژمنيو تدابيرو په نیولو سره روانې دي او تر اوسه (۲۲) سلنه پرمخ تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظيم ریاست د زیربنایي پروژو د څارنې آمر انجینر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: د سړک جوړولو په دغه پروژه کې د لښتیو، پلولارو،ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو او نورو جزئیاتو جوړول هم شامل دي چې، اوسمهال یې د کیندلو او خاورې لېږدولو چارې تر لاس لاندې دي. نوموړي زياته کړه، چې د تخنيکي سندونو او قرارداد له مخې به د یاد سړک د جوړېدو چارې د يوه کال په موده کې په معياري او اساسي ډول بشپړې او ورسره جوخت به د یادو سیمو ترانسپورتي او ترافیکي ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
له ستانکزي څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجي پورې د اصلي سړک د جوړولو چارې روانې دي