الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

14216.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل- لوګر سړک لومړنۍ چارې چې، کېندنې، خاورې لېږدول او هوارول په بر کې نیسي روانې دي او هڅه کیږي د ۱۷ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شي. د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې په څلورو لیکو کې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د جنوب زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي ورسره جوخت به په ترانسپورتي او ترافیکي برخه کې غوره بدلون راشي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یاد سړک د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي