د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې خنډونه پاک شول

14227.jpg (1820 × 1024)

له دیوان بیګي څخه تر مهاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې خنډونه (استملاک شوي ملکیتونه) د یاد سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته پاک شول او ډېر ژر به د دې سړک د جوړولو اساسي چارې پیل شي. دغه سړک د (۱۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو سور سره په پنځمه، شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، چې د کمپنۍ سړک د برچي له سړک سره نښلوي او د جوړولو چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د نږدې یوه کال په موده کې بشپړې شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د پلو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم  شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د کابل ښار د لوېدیځ زون اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، اوس مهال د یاد سړک په اوږدو کې د کېندونو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي.