الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمد شاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاکونو ترمنځ د سړک د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي

14240.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دیارلسم، څوارلسم، پنځلسم او شپاړلسم بلاکونو ترمنځ د نښلوونکي سړک د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پلې لارې چې په ټولیزه توګه (۶) کیلو متره اوږدوالی او له (۳.۵) څخه تر (۴) مترو سور لري، د انترلاک تېږو په کارولو سره به په اساسي توګه جوړې شي. د یادولو وړ ده چې،دغه سړک د (۲۸۶۰) مترو په اوږدوالي، د (۳۰) او (۴۰) مترو په سور سره په دوه لیکو کې سږکال تر قیر کولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. چې،له امله يې د ترافیکي بهیر پر وړاندې پخوانۍ ستونزې هوارې شوې دي.