الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قلعه وزیر څخه د کمپنۍ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې پیل شوې

14254.jpg (1820 × 1024)

 د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې، د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر څخه د کمپنۍ تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ دغه سړک چې (۳۷۱) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، د لښتیو او پلو لارو په ګډون به د (۵) میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، یاده پروژه د سیمې د اقتصادي ودې په موخه پلې کیږي چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي