الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېديځ نښلوونکي سړک د پاتې برخې د کيندلو او هوارولو چارې روانې دي

14273.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د کابل شمال - لوېدیځ لوی نښلوونکې سړک دپاتې برخې  د کيندلو او هوارولو چارې روانې دي تر څو یې اساسي جوړلو ته زمینه برابره شي.  د سړک جوړولو دغه پروژه چې، د ذاکرین ښارګوټي (د خیرخانې کوتل سړک) له سیمې څخه د قرغې تر سړک پورې دوام مومي، تر دې دمه(۸۵) سلنه پرمخ تللې ده. د دغه مهم نښلوونکي سړک (۷) کیلومتره برخه مخکې قیر شوې ده او اوس مهال یې د غره په لمنو کې د پاتې برخې د کیندلو او هوارولو چارې روانې دي، او ۱۴۰۴ کال په لومړیوکې به قیر کولو ته چمتو شي. د یاد سړک په بشپړیدو سره به له یوې خوا له شمالي ولایتونو څخه د کابل لوېدیځ لوري ته ترافیکي بهیر  ووېشل شي او بله خوا به د سرای  شمالي او کابل ښار په نورو سړکونو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.  د يادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جوړونې د پروژې د ځنډ لامل، د غره په لمنو کې کیندنې او هوارول بلل شوی ده. پاتې دې نه وي چې، دغه سړک (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري.