الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرمحمد اکبرخان په سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

14275.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵م فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۱۱۶۰) متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د سړک جوړونې دغه پروژه تر اوسه (۵۰) سلنه مخته تللې او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې پاتې چارې هم ترسره شي. د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.