الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي

14281.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي په موخه د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د خاورې لېږدولو او کېندنو چارې روانې دي ترڅو اساسي جوړولو ته یې زمینه برابره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ( ۲۵۲۰ ) متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ( ۶۰ ) متره سور لري چې، چارې یې د ټاکل شوې مودې او معیارونو سره برابرې تر اوسه ۳۸ سلنه مخته تللې دي. د ژمي تر را رسېدو وړاندې د(۲۰۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یاد سړک یوه لیکه قیر شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده چې، ورسره جوخت د یاد سړک په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هواره شوې ده. دا سړک د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، کرښې اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو په برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، چارې به یې د راتلونکي کال تر نیمايي پورې بشپړې شي.