د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي ترڅو یې اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د تهیه مسکن له څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک فرعي لیکې (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې د روان کال په بهیر کې پیل شوې دي او یوه لیکه یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې ده او د راتلونکي کال په لومړیو کې به یې بله لیکه هم قیر کولو ته چمتو شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هواره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، د ډیزاین له مخې له (۱۴.۵) مترو سور څخه (۶.۴) متره یې د موټرو د تګ راتګ او پاتې نوره برخه یې د پلو لارو، لښتیو، د ګلدانونو او د زرغونې سیمې جوړولو، د بایسکل چلولو لیکو، د ترافیکي نښو نصبولو او تم ځایونو ته ځانګړی شوې ده.
له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي