الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د کیندلو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي

14316.jpg (1820 × 1024)

د ۱۳مې ناحیې اړوند د حلقوي سړک په اوږدو کې، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې د قلعه قاضي تر نښلوونکي سړک پورې د اصلي سړک د کیندلو او خاورو لېږدولو چارې روانې دي تر څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي.د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې، اصلي سړک (۳۸۳۴) متره اوږدوالی، (۴۵) متره سور، او تر قلعه قاضي پورې نښلوونکی سړک (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، چې د راتلونکی نږدې یوه کال په موده کې به په اساسي توګه جوړ شي. د يادو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د سيمو د اقتصادي ودې ته زمینه برابره او د لوېديځ زون د اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتياوې رامنځته شي.