ښاریانو ته د ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د موترو د تګ راتګ یوه پله په ګډون د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، د څه باندې (۱۸۳) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې د جوړولو چارې به یې تر راتلونکي یوه کال پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. یاد سړک د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو جوړول او کرښې اچول هم شامل دي.
د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې