د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې له بازارونو څخه ۶ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

14359.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له اړوند بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۶) ټنه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي، راټول او د له منځه وړولو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د یادې ناحیې په بازارونو کې د توکو له نېټې او کیفیت څخه څارنې دوام لري. ښاغلي عثماني له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي. د اتمې ناحیې د رئیس په وینا؛ د حفظ الصحې له اړخه د توکو څارنه د یادې ناحیې د مسئولینو لومړیتوب دی او په دې اړه به لا نور ګټور فعالیتونه ترسره شي.