ښاریانو ته د ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې له بیني حصار سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د سړک جوړونې چارې روانې دي او دغه پروژه تر اوسه (۲۵) سلنه پرمخ تللې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۱۶۵۵) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، تر راتلونکي نږدې یوه کال پورې به جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا د کابل- لوګر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي