له دیوان بیګي څخه تر مهاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، (کیندنې او خاورې لېږدول) د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي او ډېر ژر به د دې سړک د جوړولو اساسي چارې پیل شي. دغه سړک د (۱۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو سور سره په پنځمه، شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، چې د کمپنۍ سړک د برچي له سړک سره نښلوي او د جوړولو چارې به یې د نږدې یوه کال په موده کې بشپړې شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه اساسي پله، د پلو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د کابل ښار د لوېدیځ زون اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي