الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو اساسي چارې به یو ځل بیا ژر پيل شي

14382.jpg (1820 × 1024)

د هوا له ښه کېدو سره جوخت د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د اساسي جوړولو ( دلښتیو کانکریټ او د سړک قیر کول) بیاځلي پیل کېږي.  دغه سړک چې په دوو لیکو کې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د روان ژمی تر رارسېدو وړاندې یې د یوې لیکې (۲۰۲۰) متره برخه قیر او د ترافيکو پر مخ پرانستل شوې ده. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو، او تمځایونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د  څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د جوړولو له چارو یې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې تر سره کېږي. د یادونې وړ ده چې، اوس مهال دیاد سړک د کیندلو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي.