د وزیر محمد اکبرخان سیمې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ فرعي سړک د جوړولو چارې چې، د هوا د سوړوالي له امله ځنډېدلې وې؛ بیا پیل شوې. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري وویل چې، دا سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۶۰ متره اوږدوالی او له ۱۲ څخه تر ۱۳.۵ مترو پورې سور لري چې، په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته یو شمېر اسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کموالی راشي. نوموړي زیاته کړه چې، د سړک جوړونې د دې پروژې چارې تر اوسه ۵۰ سلنه مخته تللې دي او د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له کیفیت د تضیمن په موخه تخنیکي او فني څارنې کوي
په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې د (۳) فرعي سړکونو د جوړولو چارې بیا پیل شوې