د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په وړاندې د شته خنډونو ( استملاکي ملکیتونو) د پاکولو چارې پیل شوې ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د دویمې ناحیې رئیس مفتي فضل کریم صدیقي د یاد سړک په اوږدو کې له میشتو اوسېدونکو وغوښتل چې، د یاد سړک د جوړولو او پراختیا په موخه، د خنډونو د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک جوړېدل د ګڼه ګوڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د ماسترپلان له مخې د دویمې او درېیمې ناحیو اړوند له جوی شیر څخه تر دهمزنګ پورې د سړک ښي خوا ته سړک، (۱۸۶۰) متره اوږدوالی، (۴۵) او (۶۰) متره سور لري چې، د کابل ښاروالۍ له لوري پراختیا ورکول کېږي. یاد سړک له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې(۸۲۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او له پُل ارتل څخه تر دهمزنګ پورې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري. د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې (۱۲۷) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ښار د مرکزي برخو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د پراختیا او جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې