د افغانستان او ترکيې هېواد ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د پيل د ١٠٤مې کليزې په مناسبت، د کابل ښاروالۍ او ترکيې سفارت له خوا د پغمان تپې په سيمه کې د افغان- ترک د دوستۍ په پارک کې (١٠٤) نيالګي کېنول شول. په دغو مراسمو کې چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالدسجستاني، د ترکیې هېواد د تیکا موسسې رئیس فضل اکین اردوغان او په کابل کې د ترکیې سفارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی ؤ، د کابل ښاروالۍ مرستیال په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او تاریخي اړیکو د یادولو په ترڅ کې وویل: دغه پارک د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو سمبول دی. نوموړي زیاته کړه، خوښ یو چې نن له خپلو ترکي ملګرو سره د دوستۍ په پارک کې نیالګي کېنوو او هیله لرو چې د دواړو هېوادونو دوستي د دغو نیالګیو په څېر تل زرغون او ثابته وي
د افغانستان - ترکیې د دوستۍ د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت د نیالګیو کېنولو مراسم ترسره شول