د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د مسلم په تپه کې د (۱۲۸۰۰) میوه لرونکو او بې میوې نیالګيو دکېنولو چارې پيل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې هکله وویل: د مسلم تپې په سیمه کې زرغون کمربند (۴۳۰) هکتاره مساحت لري چې، تر دې وړاندې (۲۳۵۰۰) نیالګي پکې کېنول شوي او په پلان کې ده چې (۱۲۸۰۰) نوي نیالګي هم پکې کېنول شوي چې، (۵) زره یې د بادام، (۵) زره د ارغوان، (۱۰۰۰) د ابریشم او (۱۰۰۰) د ناجو، دوه سوه د لمنځې، (۵) سوه د سرو نیالګي او سل د انګورو تاکونه دي. د نوموړي په وینا دغه نیالګي اوس مهال تر ساتنې او پالنې لاندې دي ترڅو یاده سیمه په یوه مناسب او ښایسته تفريحي پارک بدل شي. دغه راز ښاريانو ته د سالم ښاري ژوند، پاکې هوا د رامنځته کولو او د ذهني سکون په موخه، د کابل ښار شاوخوا غرونو ډ لمنو زرغونتيا ته هم پاملرنه شوې ده
د زرغون کمربند اړوند د مسلم په تپه کې د نیالګيو کېنولو چارې پيل شوې